اسلام آباد 13 فروری) اے پي پي( پاكستان غوښتنه كړې چې ملګري ملتون?? دې په كنټرول لائن د زياتېدونكي تاؤ تريخوالي مخ نيوي لپاره په پاكستان او هند ك??ې خپل پوځي مبصر ډلې ته پراختيا وركړي۔دا غوښتنه په م??ګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د نړيوالې ادارې د پيس كيپنګ آپرېشنز د خاص كمېټۍ غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔هغ?? ووئيل چې په كنټرول لائن د خطراتو او حقائقو په پس منظر كښې د ملګرو ملتونو د مبصر پوځي ډلې د پراختيا ضرورت دې ځكه چې دا مبصر ډلې په م??طقه كښې د استحكام ضروري عنصر دي۔پاكستانې استازي ووئيل چې بايد د امن راوستلو په بنيادي اصولو عمل وكړې شي۔د شخړو د سي??سي حل په ضرورت زور راوړولو سره پاكستانې استاز?? ووئيل چې د كومې شخړې بنيادي وجوهاتو ته د پام كولو نه بغېر پوخ امن ممكن ن?? دې۔پ?? دې موقع د عمومي اسمبلۍ صدر ميروسلاف لاجيك ووئيل چې ملګرو ملتون?? دې لپاره جوړ كړې شوي وو چې د جنګونو او د تباهۍ مخ نيوې وشي۔دې لپاره نه و جوړ شوي چې د جنګ او تباهۍ نه پس فعاله شي