اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) صدر او پخواني وزيراعظم محمد ن??از شريف وئيلي دي ننۍ ورځ د ټولې نړۍ مسلمانانو لپاره د رحمتونو ٬ بركتونو او سعادتونو ورځ ده۔ په ننۍ ورځ د ټولو جهانونو لپا??ه رحمت جوړ كړے شوے خاتم النبيين دنيا ته تشريف راوړو۔ دوئي انسانيت ته د مينې ٬ ورورولۍ او خېر سګالۍ درس وركړو۔ د دوئي تعليماتو ټولنه كښې عظيم انقلاب رامخې ته كړو كوم چې د انسانانو فكر او عمل بدل كړو۔ د ميلاد النبي په اړه خپل پېغام كښې پخواني وزيراعظم ووئيل پېغمبر عليه السلام د كركو ٬ فتنې او فساد ن??ي كولو سره انسانان خپلو كښې يو بل ته نزدې كړل۔ يو بل لپاره ئې د اس??ني?? پېدا كولو درس وركړو۔ ده ووئيل په اسلامي جمهوري پاكستان كښې د اوسېدونكو فرض دي چې دوئي د اسوه حسنه په لارښودنه كښې ټولنه كښې امن ??و ورورولۍ ته وده وركړي۔ دغسې دا د علماﺀ كرامو ٬ ابلاغ ذريعو ٬ دانشورانو او استاذانو هم ذمه واري ده چې هغوي عام اولس د حضور نبي كريم (ص) حقيقي تعليماتو څخه خبر كړي دغسې چې د مينې ??و ورورولۍ ځلنده قدرونه وده ومومي۔