اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت په پېښور ??ښې د چين پاكستان اقتصادي لارې د انفارمېشن ټېكنالوجې پارك جوړولو پرېكړه كړې۔ د راډيو پاكستان له م??ې د صوبائي حكومت وياند وئيلي دي چې پارك لپاره زمكه ترلاسه كړې شوې او ډېر زر به په دې كار پېل شي۔ دا پارك به د يو كروړ څلوېښت لكه ډالرو په لګښت جوړولې شي۔ د پارك جوړېدو سره به په صوبه تجارت او كاروبار وده وكړي ا?? ځوانانو لپاره به د روزګار موقعې پېدا شي۔