اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د توان دوهم وزير عابد شیر علی وئيلي دي چې مونږ تل د عدالتونو احترام کړې او په بشپړه ډول خپلو مقدمو كښې وړاندې شوے يو ٬ د لوي څښتن او د اولس په عدالت كښې به بريالي كېږو۔ د زيارت پھ ورځ د مرېم نواز شریف او کیپټن (ر) صفدر د پیشۍ په موقع د احتساب عدالت په خوا كښې ميډيا ??ره ??ه خپلو خبرو كښې ده وو??يل د پخوانې وزیراعظم نواز شریف په ضد د کرپشن یا کومه معامله كښې د پیسو اخستلو تور نه دې لګول شوے۔ دې سره د هغه ټوله كورنۍ احتساب ته وړاندې شوې۔ ده وو??يل زمونږ څخه وړاندې چې د چا حکومت ؤ هغوي بري كړې شوي۔ تاخیری حربې استعمالولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل ټولو ته معلومه ده چې عدالتونو كښې د مقدمو د سماعت په مهال وګړي نورو ستونزو سره ??م مخ كېږي۔ د عمران خان وکيلان عدالتونو ته نه وړاندې كېږي بيا هم په هغه د تاخیری حربې استعمالولو كوم تور نه دې لګول شوے۔ ده وو??يل مونږ به پھ عدالتونو كښې خپله دفاع كوو۔ مونږ خپل دا قانونی حق پرېښودلې نه شو۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې پخوانې وزیر اعظم، د هغه كورنۍ او ګوند به د لوي څښتن او اولس په عدالت كښې بريالي كېږي۔