اسلام آباد 06 ستمبر(اے پي پي) د دفاع وزير خرم دستګير وئيلي دي چې سعودي سره يوې جامع دفاعي او ??زو??راتي مرستې د لوظنامې ضرورت دے چې م??صد ئې د دواړو هېوادونو دفاعي اړيكو ته وده وركول دي۔ ده دا خبرې د شو??و په ورځ د سعودي سفير نواف المالكي سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې وكړې۔ په دې م??قع د دفاع سېكتر لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ ضمير الحسن شاه هم موجود و۔ د دفاع وزير خرم دستګير خادم حرمېن شريفېن سلمان بن عبدالعزيز لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او د ورورولې په اړيكو ئې رڼا و??چوله۔ ده ووئيل چې پاكستان سعودي سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او په ټولو څانګو كښې ورسره مرسته زياتول غواړي۔ ده ووئيل چې د چين پاكستان د اقتصادي لارې م??صد ټوله منطقه يو بل سره تړل دي او د دې ګټه به سوئيلي آسيا او چين سره سره نه يوازې سعودي بلكې د منځني ختيز نورو هېوادونو ته هم ورسي۔ وفاقي وزير په دې م??قع په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو په سختو سرغړونو هم رڼا و??چوله۔ د دې څخه وړاندې د سعودي سفير د دفاع سېكتر سره هم ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د منطقې په صورتحال او سياسي صورتحال خبرې وشوېِِ٬ دواړو د شريكې دفاعي مرستې په زياتولو اتفاق وكړو