د سینیټر عرفان صدیقی مري كښې د مسلم لیګ (ن) صدر او پخواني وزیراعظم محمد نوازشریف سره ملاقات، د ګوند په صدارت سنبھالولو مباركي

image

اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د مسلم لیګ (ن) سینئر لارښود او په سېنېټ كښې د پارلیمانی پاړټي لارښود سینیټر عرفان صدیقی د زيارت په ورځ مري كښې د مسلم لیګ (ن) صدر او پخواني وزیراعظم محمد نوازشریف سره ملاقات کړے۔ده نوازشریف له د ګوند په صدر ټاكلے كيدو مبارکي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې مسلم لیګ (ن) به د هغه په مشرۍ كښې د هېواد تعمیر او پرمختګ لپاره فعاله کردار ترسره كړي۔بلخوا د مسلم لیګ (ن) صدر محمد نوازشریف د خپل ګوند سره تعلق لرونكې ټول سینیټرز د جمعې په ورځ ملاقات لپاره مري ته بللې دي۔ د پنجاب وزیراعلی مریم نوازشریف به هم په دې موقع موجود وي۔

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں