اسلام آباد۔30مئی (اے پی پی) د سرمايه كارۍ٬نجكارۍ او مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان كويت ته رسېدلے٬ چرته چې دې پاكستاني پلاوي سره پنځم جوائنټ منسټريل كمېشن كښې ګډون كوي۔د مواصلات وزارت لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې د وفاقي وزير عبدالعليم خان د كويت دورې په مهال به د پاكستان او كويت ترمينځه د صنعت او تجارت په شمول بېلو څانګو كښې په سرمايه كارۍ خبرې كېږي۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان به د كويت د كامرس اينډ انډسټري وزير عمر سعود العمر سره يو په يو ملاقات كوي۔په كويت كښې د جوائنټ منسټريل كمېشن له مخې د پاكستان او كويت ترمينځه بېلې لوظ نامې به لاس ليك كېږي او هيله ده چې مهم پېشرفت وشي۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان به په كويت كښې په بېلو غونډو كښې ګډون كوي۔