د ټولټاکنو په اړه ټولې مفروضې ختمي شوې ، پاکستاني وګړي به په 8 فرورۍ د رایو حق وکاروي ٬د وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی د پائیډ د سيورې لاندې دستوري ته وينا

image

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو، خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي چې د ټولټاکنو په اړه ټولې مفروضې ختمي شوې او په 8 فرورۍ كال 2024 به سهار 8 بجے پولنګ سټېشنې پرانتسلې شي، پاکستاني وګړي به په 8 فرورۍ د رایو حق وکاروي۔د ګل په ورځ ځائې هوټل كښې د پاکستان انسټیټیوټ آف ډویلپمنټ اکنامکس (پائیډ) د سيورې لاندې د اصلاحاتی منشور جاري كولو دستورې ته وېنا كښې وفاقی وزیر ووئيل په 17 اګست 2023ء نګران کابینې سوګند پورته كړے دې نه پس يۍ پرله پسې وئيلي چې ټاكنې به په خپل ټاكلې شوې وخت كېږي او د الېکشن کمېشن مرسته كول زمونږ ذمه واري ده، د پاکستان په آئین کښې ليكلې شوي چې يو هېواد د هغې ټاكلې شوې نمائندګان چلوي، د ټاكنو په وخت كولو كښې بايد څوك څه شك ونه وكړي۔ ده ووئيل د ټاكنو په اړه د میډیا ذمه داری وړاندې څخه زياته شوې، میډیا بايد په دې لړ كښې ذمه واره رپورټنګ وكړي۔ وفاقی وزیر ووئيل هېواد د معیشت، خارجه پالیسی، ټیکس اصلاحات، صحت، تعلیم او آبادۍ كښې د زياتوالې په شان مسئلو او چيلنجونو سره مخ دې، زراعت د هېواد د جی ډی پی څلورو كښې يوه برخه ده خو دې څانګې څخه د ټېكس وصولی كمه ده۔ده ووئيل د پاکستان د آئین آرټیکل 140 او 140 اے ترمخه ځائې حكومتونه مالی، سیاسی او په انتظامی ډول خپلواكه وي، د 18م بدلون ترمخه صوبو له زيات اختیارات وركړے شوي خو دغه اختیارات تر لاندې كچې نه دې منتقل شوي۔ ده ووئيل د قامی او صوبائی اسمبلیو غړو اصل كار قانون سازی او هېواد كړكېچنو مسئلو څخه وېستل دي، ادعاګنې او د هغې پوره كول د سياسي ګوندونو كار دے۔ ده ووئيل سیاسی ګوندونو كښې جمهوری رویو ته اړتيا ده،څه ورځې وړاندې يوې عدالتي پريكړې سره يو نظیر جوړ شوے چې بايد ګوندونو كښې ټاكنې او جمهوری رويې رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل كه يو ګوند كښې دننه جمهوریت نه وي نو هغه په هېواد كښې د جمهوریت دعویدار څنګه كېدے شي ؟ وفاقی وزیر ووئيل د هېواد په بنیادی مسئلو بايد خبرې وكړې شي او د اولس په شعور كښې زياتوالې ته اړتيا ده۔

مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں