په لوئيديزه ټولنه كښې د زياتېدونكې اسلامو فوبيا پېښی اندېښمنې دي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد۔30جون(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي په لوئيديزه ټولنه كښې د زياتېدونكې اسلامو فوبيا پېښی اندېښمنې دي۔ د شورؤ په ورځ خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل په كاناډا كښې څو اوونۍ وړاندې د نسل پرستۍ يو بريد كښې پاكستانۍ كورنۍ شهيد كړی شوه۔ اوس يو وارې بيا په سسكاټون ښار كښې انتها خوښو په يو بل وګړي د چاقو بريد كړے۔ هغه ووئيل په لوئيديزه ټولنه كښې د زياتېدونكې اسلامو فوبيا پېښی د اندېښنې وړ دي۔ هغه هيله ولرله چې په نړيواله كچه به د دې ډول پېښو مخنيوي له ګامونه پورته كړے شي۔

مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں