حكومت د قانون د حكمرانې پوخ عزم لري. بېرسټر فروغ نسيم

image

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئيلي دي چې حكومت د قانون د حكمرانې پوخ عزم لري، د بار كونسلز پشمول ټولو ته به د قانون بالادستې لپاره خپل كردار ترسره كول وي، د عصمت درې په ضد د پاكستان لخوا د جوړ كړې شوي قانون ټوله نړۍ ستائنه كوي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ د قانون په وزارت كښې بار اېسوسي اېشنز ته د چېكونو وركولو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب هم وېنا وكړه. وزير مملكت علي محمد خان، د قانون پارلماني سېكرټري مليكه بخاري او نور هم په دې موقع موجود وو. د قانون وزير فروغ نسيم په خپله وېنا كښې د پېنډې بار پشمول د نورو بار اېسوسي اېشنز مننه كولو سره ووئيل چې وئيلې كېږي چې د عمران خان نوے پاكستان چرته دے. د دې واضح مثال شپه ورځ كار كوونكي علي محمد خان، فرخ حبيب، مليكه بخاري او نوره ځوان ډله ده، دا د نوي پاكستان يو وړوكې شان ټرېلر دے. دا صلاحيت لرونكي او ليك لوستي خلق نوے پاكستان دے كوم چې پاكستان لپاره شپه ورځې هڅې كوي. ده ووئيل چې حكومت د قانون د حكمرانې پوخ عزم لري، د بار كونسلز پشمول ټولو ته به د قانون بالادستې لپاره خپل كردار ترسره كول وي، د عصمت درې په ضد د پاكستان لخوا د جوړ كړې شوي قانون ټوله نړۍ ستائنه كوي. د دستورې په مهال وفاقي وزير د بار كونسلز مشرانو ته چېكونه هم وركړل.

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں