په پاكستان كښې د تاريخ تر ټولو لوي د شجركارې كمپائن پېل كېږي. د وزيراعظم عمران خان ټويټ

image

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په پاكستان كښې د تاريخ تر ټولو لوي د شجركارې كمپائن پېل كېږي. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې خواهش لرم چې ټول پاكستانيان او په خاص توګه ځوانان د ونو كرلو په كمپائن كښې برخه اخستې لپاره تيار وي، مونږ ته په دې لړ كښې ډېر كار كول دي. وزيراعظم په خپل ټويټ كښې د نړې په بېلا بېلو هېوادونو كښې د آبادې په تناسب سره د ونو د شمېرې چارټ هم شريك كړو چې له مخې ئې په نړۍ كښې يو انسان لپاره 422 ونې دي او په پاكستان كښې دا تناسب يوازې د يو او پنځو دے يعني يو تن لپاره يوازې 5 ونې دي. كاناډا د لسټ په سر كښې ده چرته چې د يو تن په مقابله كښې 10 زره 163 ونې دي. په ګرېن لېنډ كښې دا تناسب د يو او 4964، په آسټراليا كښې د 3266، په امريكا كښې د 699، په فرانس كښې 203 ، په اېتهوپيا كښې 143، په چين كښې 130، په برتانيه كښې 47 او په هند كښې 28 دے. د پاكستان تحريك انصاف حكومت په هېواد كښې د ونو نال كولو او د ماحولياتو بهترې ته ترجيح وركړې ده او د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې ئې په هېواد كښې د 10 اربه ونو كرلو پلان پېل كړے چې له مخې ئې په هېواد كښې وخت په وخت د موسم په مناسبت سره د ونو نال كولو كمپائن چلولې شي. په هېواد كښې د باران په موسم كښې ونې نال كولو لپاره تيارې روانې دي. د حكومت لخوا وګړي په دې كمپائن كښې شامل كړے شوي دي، په دې كمپائن كښې نه يوازې په سركاري كچه ونې كرلې شي بلكې په دې كښې شهري ادارې، تنظيمونه او خلق په په بشپړه توګه برخه اخلي.

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں