اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان وئېلي دي چې په غېر قانوني هندي مق??وض?? جمو كشمير كښې د پوځي محاصرې په يو كال ترسره كېدو د سېنېټ مهمه غونډه رابللې شوې۔دا ورځ به د استحصال ورځې په توګه لمانځلې شي۔?? كشمير خلك د غاصب پوځي طاقت څخه نجات غواړي٬نړيواله ټولنه دې په هند فشار واچوي٬چې هغه ?? كشمير نه ووځي۔د نهې په ورځ د پارليماني چارو په وزارت كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده وئيل چې په غېر قانوني هندي مق??وض?? جمو كشمير كښې د پوځي محاصرې يو كال ترسره شوې۔په دې لړ كښې د سېنېټ مهمه غونډه رابللې شوې۔ده ووئيل چې په غونډه كښې به يو تحريك وړاندې كوم۔په غونډه كښې به ?? كشمير نه علاوه كومه بله سياسي خبره نه كېږي۔د سېنېټ غونډه درې نكاتي ايجنډا ده۔ده ووئيل چې كشميريانو ته دې د خپلواكۍ حق وركړې شي او هند دې ?? كشمير نه ووځي۔ده ووئيل چې د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح(رح)كشمير د پاكستان شه رګ ګرځولے او زمونږ وروستې منزل هم دا دې چې كشمير به پاكستان جوړېږي