اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) سېفران لپار?? د ??ېنېټ د قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن سېنېټر تاج محمد آفريدي په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې په يو نكاتي اېجنډا د طورخم په پوله اولس او ټرانسپورټرانو ته د ورمخئ ته شوو ستونزو حل لپاره د وړاندې كړو سفارشاتو جاج واخستلے شو٬ چيئرمېن او غړو ووئيل نن د كمېټۍ درېمه غونډه كېږي چې پكښې په دې مهمه مسئله خبرې كېږي او د ادارو لخوا د تسلۍ وړ ځواب نه راځي ۔ تاج محمد افريدي ووئيل دا د پارلمان كمېټي ده او د كمېټۍ مقصد اولس ته ريليف وركول د??۔ د?? د ??دارو لخوا په اختيار كړې روي?? د ??دم اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل كمېټۍ يو څو سفارشات اړوندو ادارو ته لېږلي وو چې خاطر خواه پېشرفت پرې نه دے شوے او مسئلې هم ھغسې پرته دي۔د بحث نه پس كمېټۍ پرېكړه وكړه چې په راتلونكې غونډه كښې دې د صوبائي چيف سېكرټري، هوم سېکرټري ،د اېف بي آر چارواكي، د اېن ا??ل سي ډي جي، داخله او خارجه سېكرټريز راوبللے شي دغسې چې د طورخم په پوله رامخې ته مسئلې حل كړے شي۔ د كمېټۍ په غونډه كښې سېنېټرز اورنګزېب خان، هلال الرحمان، هدايت اﷲ، رانا محمود الحسن، مرزا محمد آپريدي نه علاو?? د ??ړوند ادارو چارواكو ګډون كولو۔