اسلام آباد ۔ 3 جولائی (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر څوك چې د ??لو??ستان ??پاره د خاص كمېټۍ چيئرمېن هم دے په مشرۍ كښې د ??لو??ستان ??ه داخلي توګه د بې كوره شوو كسانو (آئی ډی پیز) بېرته ستنولو او صوبه كښې په روانو نورو پرمختيائي منصوبو غور كولو له د جمعې په ورځ پارلمېنټ هاؤس كښې يوه غونډه وشوه۔ غونډه كښې د دفاع وزير پروېز خټک، د توان ??زير عمر ایوب، د نجكارۍ وزير محمد میاں سومرو، پټروليم لپاره د وزيراعظم صلاحكار ندیم بابر، پارلماني غړي شاہ زېن بګټي ، د سېفران او انرجی وزارتونو او د ??لو??ستان حکومت او نادرا نمائندګانو ګډون وكړو۔ اسپیکر وو??يل موجوده حكومت ??لو??ستان ??ښې د امن وضعې بحالۍ او پرمختګ ته زيات اهميت وركوي۔ ده وو??يل ??لو??ستان بلها قدرتي وسائل لري كوم چې پخوا صوبه كښې د اولس ښېګړې له په غوره ډول نه دي كارولې شوي۔ ده وو??يل سی پېک ګرد هېواد او په خاص توګه ??لو??ستان ??ه د ګېم چېنجر حېثيت لري۔ د دې ترسېوري لاندې د روانو منصوبو ترسره كېدو سره به صوبه كښې د پرمختګ او سوكالۍ نوے دور پېل شي۔ده وو??يل ياد شوي ټول هدفونه د ??لو??ستان اولس فعاله شموليت نه غېر سر كېدے نه شي۔ ده وو??يل حكومت د آئي ډي پيز خپلو كورونو ته ستنولو او د دوي بحالۍ له هرې ممكنه مرستې كولو له چمتو دے۔ ده وو??يل پارلمان د بې كوره كسانو ستونزو نه خبر دے او د ټول عمل نګراني به كوي۔ د سېفران ??زارت ٬ د ??لو??ستان حكومت او د نادرا نمائندګانو غونډه كښې ګډون كوؤنكي د بې كوره شوو وګړو ستنېدو عمل په لړ كښې د اېس او پيز تفصيلات نه خبر كړو