اسلام آباد ۔ 26 جون (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سې??رټ??ي اكبر حسېن دراني وئيلي دي مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونه د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي۔ نړي??ال?? ورورولي دې مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم او زياتي خبر واخلي او د بشري حقونو سنګينو خلاف وزرو بندولو لباره دې په هند فشار زيات كړي۔ د?? د جمعې په ورځ د تشدد مخ نيوي نړيوالې ورځې په اړه مقبوضه كشمير كښې د هندي انتها خوښۍ په سرخط سيمينار ته خطاب كولو۔ د?? ووئيل د سيمينار مقصد د بشري حقونو په ضد روانې خلاف ورزۍ په ډاګه كول دي۔ د?? ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغوي د هندي قابضو ځواكونو د لاسه د بې ګناه كشميري اولس د نسل كشۍ نوټس واخلي او د دې بندولو لپاره په سمدستي توګه ګامونه پو??ته كړي۔ وفاقی سې??رټ??ي ووئيل هند د اګست په 5 مه نېټه يو اړخيزه پرېكړې كولو سره د مقبوضه كشمير آئيني حېثيت ختم كړے او ټول كشمير ئې زندان ګرځولے ۔ سيمينار ته پخواني وز??ر او قانون پوهه احمر بلال صوفي هم خطاب وكړو۔ خپل خطاب كښې هغه ووئيل حکومت دې د كشمير په اړه قانوني لارې پرانېځي او مشاورت دې وكړي۔ دغسې د كشمير مقدمه دې بېلو قانوني طريقو سره مخ په وړاندې بوتللے شي۔