اسلام آباد 15 جون (اے پی پی) سینیټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر ډاکټر شهزاد وسیم وئيلي دي د لږو و??ائلو باوجود د قیادت د پريكړو په سوب پاکستان د کوویډ 19 صورتحال په ښه ډول مخ نيوے كولو كښې بريالے شوے، د پاکستان معیشت د کرپشن او بدانتظامۍ ښكار او هيواد دیوالیه كيدو ته نزدې ؤ، موجوده حکومت د هيواد معاشی صورتحال ښه كړے٬بجټ 2020-21ء د قیادت د وژن آئینه دار، احساس، ایثار اصلاحات مجموعه ده، داسې پروژې به پيل كولې شي چې ورسره به د روزګار موقعې راپیدا شي،غړي دې د بجټ په اړه خپ?? تجاویز وركړي، حکومت به د هيواد او اولس په ګټه پريكړې كوي۔ د ګل په و??ځ سينيټ كښې په راروان مالی كال 2020-21ء بجټ بحث كښې سېنېټر ډاکټر شهزاد وسیم ووئيل هره خرابي په حكومت اچولې كيږي، ټوله نړۍ د يو آفت څخه تيريږي،د ځينې هيوادونو معیشت، وسائل زمونږ څخه ښه دي، خو مونږ د محدودو و??ائلو باوجود د قیادت په و??ت او تسلسل سره په شوو پريكړو د صورتحال په ښه ډول مقابله كوو، یو کے، اټاليا ، فرانس او د امریکې غوندې هيوادونو كښې وګړي بې روزګاره شوي ، معیشت د سخت بحران سره مخ شوے او په لوي شمير وګړي غريبۍ سره مخ شوي۔ده و??ئې?? د هند ، ترکیې غوندې هيوادونه ځپلې شوي، د پاکستان د معیشت کرپشن بدانتظامی ښكار ؤ او هيواد د يواليه كيدې نه نزدې ؤ، مالداره او حکمران طبقه ښه كيده او غریب به نور هم غريب كيدلو،۔ده و??ئې?? موجوده حکومت برآمدات زيات کړې، ټیکس محاصل زي??ت شوي چې ورسره بجټ خساره کمه شوې او د ټیکس وركوونكو شميره زياته شوې ۔ده و??ئې?? کاروبار آسان كړے شوے۔ده ووئيل صوبو له د وركولو نه پس وفاق سره يوازې درې زره 700 اربه روپۍ پاتې كيږي، د هغې كښې درې زره اربه په قرض كښې وركړے كيږي۔