اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه د برتانيې كركټ لوب??لې ته د پاكستان راتللو بلنه وركولو سره وئيلي دي د برتايې د كركټ لوب??لې پاكستان ته په راتګ به بشپړه مرسته كوٶ٬ زمونږ برتانيې سره نه يوازې په حكومتي كچه روابط شته بلكې د اولسونو په كچه هم ژورې رېكې لرو ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د برتانيې نوي هائي كمشنر ډاکټر کرسټين ټرنر سره ملاقات كښې كړې۔ داخله وزير د نوي هائي كمشنر پاكستان ته د راتګ هركلې وكړو۔ ده ووئيل د برتانيې د كركټ لوب??لې د پاكستان په دوره دې غور وكړې شي۔ ده ووئيل د كركټ لوب??لې په راتګ به بشپړه مرسته كوٶ ځكه چې د كركټ لوبه د پاكستانيانو خوښه لوبه ده۔ په دې موقع نوې هائي كمشنر کرسټين ټرنر ووئيل برتايې لپاره پاكستان سره د دوه ا??خي??ه اړيكو بهتري زيات اهميت لري٬ د كركټ د لارې دوه ا??خي??ه تړون به دواړه هېوادونه يو بل ته نزدې اوساتي۔ سفير ووئيل پاكستان كښې د نړيوال كركټ واپسي خوشبينه ده٬ كه زه دا وكړې شم نو دا به زما لپاره د درناوي خبره وي۔ سفير ووئيل په دې لړ كښې په ضروري اقداماتو سمدستي غور كوم۔