اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د كشمير كمېټې چيئرمېن سيد فخر امام وئيلي د?? چې پاكستان به د آزادۍ ترلاسه كولو پورې د كشميريانو په شا د غره پشان ??لاړ وي، دوي به په يو محاذ هم يوازې نه شي پرېښودلې ځكه چې كشميريانو سره د پاكستانيانو تاريخي، مذهبي او جعرافيائي رشته ده كومه چې د نړۍ يو طاقت هم نه شي كمزورې كولې. ده دا خبرې د پاكستان تحريك انصاف آزاد كشمير عمومي سېكتر راجه مصدق خان ??ه مشرې كښې د پارلمان ??ه ودانې كښې د لوړې كچې پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې. ده ووئيل چې د پاكستان ??ه هڅو د او آئي سي د خارجه وزيرانو غونډه زر په اسلام آباد كښې كېدونكې ده. ده د اروپائي اېتلاف د سفارتكارو لخوا د مقبوضه كشمير په دوره كولو د ه??د انكار مهمه سياسي او سفارتي كاميابي وګرځوله.