اسلام آباد 20 دسمبر(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي مضبوطه صوبه د مظبوط وفاق علامت دے او په دې لړ كښې د سېنېټ كردار مركزي حېثيت لري كوم چې په وفاق كښې د صوبو حقونو لپاره غږ پورته كوي۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د دې خيالاتو څرګندونه په پېښور كښې د قبائېلي سيمو او پخواني فاټا مشرانو پلاوي سره كړی۔د سېنېټ چيئرمېن د پخواني صوبائي وزير ثناﺀ الله زوي د واده دستوره كښې خاص ګډ??ن لپاره پېښور ت?? تللې چرته چې هغه د يو پلاوي سره خبرې كولې۔په ملاقات كښې دوهم سپيكر قاسم سوري٬د حكومتي ډلې مشر شبلي فراز٬سناتور سجاد طوري٬سناتور احمد خان او سناتور اورنګزېب٬سناتور مومن خان ??فر??دي٬سناتور فدا محمد٬د بلوچستان عوامي ګوند چيف شاه جي ګل ??فر??دي او د خېبرپښتونخوا پارليماني مشر اې?? پي اے بلاول ??فر??دي هم موجود وو۔ده ووئيل د پخواني فاټا سيمو كښې د پرمختيائي عمل تندولو ضرورت دے دغسې چې د اولس مسئلې حل كړې شي