اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي چې د ادارو په شمېرو كښې فرق ختمولو لپاره كار كوو٬وفاقي كابينې د اي كامرس پا??ېسۍ منظوري وركړې٬ګوادر پورټ په بشپړه توګه فعاله دې٬د احتجاج سره به په تجارتي هلو ځلو آغېز نه پريوځي۔سرمايه كارو ته وئېلي شوي چې ګوادر پورټ په بشپړه توګه فعاله دې٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ خبري كنفرنس تھ په خپل خطاب كښې وكړه۔ده و??ئيل بايد د ايكسپورټ پراسيسنګ زونز برآمدات په شمېره كښې شامل شي۔حكومت د بېلو ادارو په شمېرو كښې فرق ختمولو له كار كوي۔ده و??ئيل په پا??ستان كښې د سافټ ويئر د برآمدات صحيح شمېرې نشته۔د سافټ ويئر ايكسپورټ صحيح كاؤنټنګ تګلاره نشته٬ داېكسپورټ پراسيسنګ زونز برآمداتو شمېرې معلومات نشته۔ده و??ئيل ګوادرپه بشپړه توګه د نه آپرېشنل كېدو په حقله د چينائي سرمايه كارو تحفظات لرې كولو له مونږ كار كړې٬اوس ??رمايه كارو ته وئېلي شوي چې ګوادر پورټ فعاله دې۔ده و??ئيل د مقدار په لحاظ سره برآمدات كښې زياتولې شوې دې۔د روان مالي كال په دريو مياشتو كښې د 5.7 اربه هدف په مقابله كښې برآمدات 5.5 ارب وو۔پھ دې موده كښې درآمدات 11.3 ارب ډالر دي۔ده و??ئيل حكومت د برآمدات ودې له كار كوي٬د ښه اقداماتو په سوب تجارتي خساره كمه شوې۔ده و??ئيل د سود په كچه كښې اضافه شوې۔ده و??ئيل اېف اے ټي اېف حساس معامله ده٬په دې حقله څوك ځواب نه شي وركولې۔د يكم دسمبر څخه به د چين سره آزاد تجارتي لوظ نامې دوهم دور پېل شي