واشنګټن 21 جولائی (اے پي پي) په امريكا كښې د پاكستانې كميونټې لخوا د وزيراعظم عمران خان واشنګټن ??ه په رسېدو تود هركلې وكړے شو۔ د واشنګټن د شهري سيمو او د امريكې د نورو ايالتونو نه راغليو پاكستانيانو په لويه شمېره پاكستان هاؤس سره نزدې په مېساچوسټس اېونيو په قطارونو كښې ولاړ و او د وزيراعظم هركلې ئې وكړو۔ په دې موقع ورجينيا سره تعلق لرونكي د پاكستان د تحريك انصاف لا??ښود جوني بشير ووئيل چې مونږ خپل لا??ښود دلته كتلو سره ډېر خوشحاله شوي يو۔ پاكستاني نژاد ??مريكايان ده سره د محبت څرګندونې لپاره دلته راغونډ شوي دي۔ دې هركلي كوونكو د پاكستان او د پاكستان تحريك انصاف بېرغونه هسك كړي وو۔ يو بل وګړي عمران بټ ووئيل چې زه ډېر خوشحاله يم چې وزيراعظم عمران خان دلته راغلو۔ زه باور لرم چې هغه به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د چېلنجونو په لرې كولو كښې بريالې شي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه ب ه قومي دوستي وي۔ يو بل وګړي سادات رانا ووئيل چې پ??كستانې ټولنه كېپيټل اېرينا كښې د وزيراعظم عمران خان د وېنا په انتظار ده۔ مونږ ډېر خوشحاله يو او باور لرو چې دا به تاريخي دوره وي او د دواړو هېوادونو اړيكې به لا ښې شي۔ نيويارك سره تعلق لرونكي عمران اګرا ووئيل چې مونږ فخر كوو چې په پاكستان كښې په دې وخت كښې يو معبتر وزيراعظم موجود دے٬ بهر مېش??ه پاكستانيان په خپل وطن كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ هر كلي كوونكو د پاكستان زنده باد نعرې ووهلې او روايتي ګډاګانې ئې وكړې۔ د ډېلاس هوائي اډې نه تر واشنګټن ډي سي د 100 موټرو لا??يون وزيراعظم سره ووتلو چې مقصد ئې د پاكستان پرمختګ عزم لپاره د وزيراعظم ستائنه كول وو۔ وزيراعظم به د جولائي په 22مه نېټه امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كوي۔ د وزيراعظم جوړېدو نه پس د وزيراعظم لخوا دا د امريكې وړومبې دوره ده۔ وزيراعظم به په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان په عزم هم خبره كوي۔ په دې موقع به د پاكستان او امريكې په ګڼ اړخيزه مرسته او دوه اړخيزه اړيكو هم خبره كېږي۔ په واشنګټن كښې پ??كستانيانو سره په ملاقاتونو كښې به هغه د نوي پاكستان په وژن رڼا اچوي۔ هغه به د كانګرېس غړو٬ كارپورېټ مشرانو او نامتو شخصي??تو سره ملاقاتونه كوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دورې سره به د شريكې ګټې په بنياد ??ركت لا قوي شي۔ د وزيراعظم د امريكې دوره به د شريكو اړيكو په بيا د سره جوړولو كښې مرسته كوونكې ثابته شي۔ په پاكستاني پلاوي كښې سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او د آيي اېس آئي مشر هم شريك دي۔ د امريكې اولس مشر ټرمپ به په اوول آفس كښې د پاكستاني لا??ښود هركلې كوي٬ د پېنټاګون مشرانو او د كابينې غړو سره به د وزيراعظم مېلمستيا هم كولې شي۔