اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د نېشنل فوډ سكيورټي اېنډ رېسرچ وفاقي وزير صاحبزادہ محبوب سلطان وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان په قیادت كښې هېواد كښې ?? كركيلې ودې لپاره تاريخي اقدامات كېږي٬ په وړومبي ځل د وفاق په كچه كر كېلې له 12 اربه روپۍ بېلې كړې شوې٬ د جولائي وړومبۍ نيټې څخه به د كسان دوست اقدامات پروګرام پېل كولې شي٬ د لائيو سټاك ودې لپاره د ژوندو ځناورو په برآمدات بندېز لګولې شوې ٬ د غوښې ??یکسپورټ زياتولو لپاره به د چين په اشتراك په څلورو واړو صوبو كښې ??ېف اېم ډي زونز جوړوٶ٬ د باران اوبه ذخيزه كولو لپاره به ??ه باراني سيمو كښې كوچني بندونه ٬ كمانډ ايرياز٬ ٬ چېك ډېمز او پاٶنډز جوړولې شي۔ د زيارت په ورځ پي آئي ډي كښې ?? وزیراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ??احبزادہ محبوب سلطان ووئيل تېرو واكمنو تل ذاتي مفادات ته ترجيح وركړې او د هېواد پحقله ئې سوچ نه دې كړې چې ??رس??ه د نورو څانګو سره د كركيلې څانګه هم ځپلې شوې٬ ده ووئېل د دومره كرپشن باوجود د هېواد چلېېدو په وجوهاتو كښې ?? لوي څښتن كرم٬ د پاك پوځ كردار او د خوراك څښاك د څيزونو خودكفالت دے۔ ده ووئيل د نيمې وچې وېش نه غېر د كركيلې بجټ 38 اربه روپۍ وو خو د پاكستان جوړېدو نه پس د كركيلې بجټ پرله پسې كم شوې۔ده ووئيل وزیراعظم د كركيلې څانګې ته پاملرنه كړې٬ نن وفاقي حكو??ت كركيلې لپاره 12.5 بېليونه روپۍ بېلې كړې دغسې صوبه ??ښې به ??م زرعي بجټ د 12 يا 18 بيليونه روپو نه تر 50 بېليونه روپو كولې شي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د زراعت او لائيو سټاك په څانګه كښې ?? 296 بېليونه روپو په لګښت 13 منصوبې پېل كوي چې ??رس??ه به دواړه څانګې وده وكړي۔۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كركيلې څانګه كښې په تحقيق روپۍ نه خرڅ كېږي ٬ پي آر سي ٬ اېن آر سي كه خپل كار په ښه ډول كوي خو څوك به ??اسم كار نه پرېږدو۔ د كسان اتحاد چیئرمېن خالد کھوکھر د حکومت مننه وكړه چې په زراعت جي اېس ټي نه دې لګولې شوې ۔ ده د نېشنل فوډ سكيورټي د وزارت