د خارجه وزير شاہ محمود قریشی د مخالفې ډلې مشر شهباز شریف د اړخه د پورته كړو نکاتو ځواب

image

اسلام آباد 10 جون (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي عدلیه او انتظامیه په خپل خپل حد كښې كار كوي’ مونږ نيب ډکټیټ كولې نشو ‘ آصف علی زرداری له نیب 12 ځله ضمانت وركړې شوې’ اوس د اسلام آباد هائی کورټ د هغه ضمانت منسوخ کړې’ کشمیر او فلسطین مسئله د او آئی سی په غونډه كښې به بشپړه قوت سره پورته كړې شوي’ د پاکستان په وينا د او آئی سی غونډه شوې’ د کشمیر په اړه پاکستان يو بنیادی موقف لري’ سوئيلي اسياﺀ كښې د امن او استحکام مسئله به پھ هيڅ قیمت نظرانداز نه كړې شي۔ د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شریف د اړخه پورته كړو نکاتو پھ ځواب خارجه وزير شاہ محمود قریشی ووئيل د مخالفې ډلې مشر د او آئی سی جاری شوې اعلامیه كښې د کشمیر ذکر نه شاملولو خبره كړې ‘ دا غونډه ولي رابللې شوي دغه دې اوكتلې شي۔ سعودی عرب كښې په روژه كښې سیاسی هلې ځلې نه كيدې خو د ګلف صورتحال ترمخه د او آئی سی غونډه رابللې شوي۔دا د غیر معمولی نوعیت غونډه وه مونږ د کشمیر په اړه د خاص غونډې رابللو غوښتنه كړې ځكه چې دا د سيمې فلیش پوائنټ دے او پاکستان دې څخه لاتعلق كيدې نشي۔ ده ووئيل مونږ خواهش لرلو چې د کشمیر په اړه خاص غونډه وكړې شي د كومې چې شريكه اعلامیه جاری کړې شوي۔ ده ووئېل مونږ د کشمیر’ فلسطین معامله پورته كړې۔ وزیراعظم د مشرانو په غونډه كښې د فلسطین په مسئله خبره كړې۔ د اسلاموفوبیا معامله پورته كړې شوي۔ دغه درې واړه نکتې د قامی او نړيوال نوعیت وې۔ ده ووئېل په دې ټول قام يو موټې دے۔ده ووئيل په لوډشیډنگ عمر ایوب د ډاډ ګيرنې ټویټ خبره كړې۔ یقینا تير دور كښې د برېښنا پروژې لګولې شوي۔ لوډشیډنگ کم شوې خو تير كال په روژه كښې هم لوډشيډنګ شوې۔ ده ووئېل عمر ایوب لائن لاسز کم كړې۔ 81 اربه روپۍ اضافی ریکوری شوي۔ د دې کارکردګۍ په بنیاد وګړو ته اسانۍ ترلاسه شوي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل آصف زرداری کیس كله پيل شوې دا ما ته نه ده معلومه۔ دا کیس د درې كالو راهسې راروان ؤ۔ 12 ځله ضمانت اخستې شوې۔ عدلیه او انتظامیه په خپل خپل حدود كښې كار كوي۔ ده ووئېل عدلیه آزاد ده ‘ نه دا کیس مونږ جوړ كړې نه نیب زمونږ ماتحت دے۔ نه مونږ نیب ډکټیټ کولې شوو۔ ده ووئېل د اسلام آباد هائی کورټ آزاده ادارہ ده هغې ضمانت منسوخ کړې۔ د پروډکشن آرډر جاری کولو غوښننه په خپل ځائې سمه ده خو په نيولو دا غوښتنه كيدې شي۔شاہ محمود قریشی ووئيل تيرو 8 نه 10 مياشتو ریلوے ټرینز او مسافر زيات شوې۔ پېښې په هر دور كښې شوې۔ده ووئيل د اختر پھ مهال چې څومره ریونیو جمع شوې مثال نه لري۔ده ووئيل مونږ د سپيځلې احتساب په حق كښې يو۔ مونږ د مخالفې ډلې مشر خبره اوريدلې او د هغوي مننه كوو چې زمونږ خبره ئې واوريدله غاو هم د غه د جمهوریت ښكلا ده

مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں