د چا په ضد مونږ كېس نه دې جوړ كړې او نه څه پرېشاني لرو ځكه چې مونږ لوټ شوې دولت هېواد ته بېرته راوړلو لپاره هڅې كوٶ

image

اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د چا په ضد مونږ كېس نه دې جوړ كړې او نه څه پرېشاني لرو ځكه چې مونږ لوټ شوې دولت هېواد ته واپس راوړلو لپاره هڅې كوٶ ٬ قانوني عمل دوامدار دے٬ مونږ د قانوني پراسېس احترام كوٶ٬ كوم چې به فالو كولې شي٬ پاکستان كښې هر كس په دې پوهېږي چې د احتساب عمل مخ په وړاندې بوتلل پكار دې او دا خپل انجام ته رسول پكار دې ٬ اوسنې حكومت هم دا غواړي چې د احتساب عمل عمر له دوامدار پاتې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د نجي ټي وي چېنل پروګرام كښې خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل تحريك انصاف د وزیراعظم عمران خان د فعاله قيادت له مخې د كرپټ عناصرو په ضد د فرق نه غېر احتساب كول غواړي ځكه چې مونږ ته ووټ د احتساب په چغه راكړې شوې۔ ده ووئيل د كرپټ عناصرو په ضد د فرق نه غېر احتساب د تحريك انصاف يا د وزيراعظم عمران خان ذاتي مسئله خو نه ده بلكې دا د پاكستان د ټول اولس مسئله ده د چا دولت چې كرپټ عناصرو لوټ كړې او هم دا سوب دې چې اولس د كرپټ عناصرو د احتساب عمل روان ساتل غواړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب فواد حسېن ووئيل دلته شته مند او بې وسه لپاره جلا جلا نظام دے ٬ د كوم بدلولو لپاره چې تحريك انصاف هڅې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نه خو شهباز شريف د وزيراعظم عمران خان متبادل دے او نه بلاول بهټو ځكه چې بلاول بهټو د سندھ دننه د يوې كوچنۍ برخې

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں