اسلام آباد 22 مارچ(اے پی پی) د ملائېشيا وزيراعظم مهاتير محمد وئېلي دي مونږ د پاكستان سره يوازې ښې اړيكې نه غواړو بلكې د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او صنعت ته د پرمختګ وركولو خوښي لرو٬د معاشي پرمختګ لپاره امن او صنعتي پرمختګ ضرورې دے٬د پاكستان سره به ټېك??ال??جي او پوهه شيئر كولې شي۔ده د جمعې پھ ورځ د پاكستان ملائېشيا سرمايه كارۍ كنفرنس ته خطاب كولو۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان هم خطاب وكړو۔ډاكټر مهاتير محمد وو??يل زه د كاروباري كسانو سره په ملاقات او هغوي ته په مخاطب كېدو خوشحاله شوې يم۔ده وو??يل د دې كنفرنس سره به د دواړو هېوادونو سوداګرو او سرمايه كارو يو بل پیژندلو٬د خيالاتو تبادلې او د شراكتد د امكاناتو جاج اخستلو موقع ترلاسه شي۔په دې موقع ده د ملائېشيا د پرمختګ په اړه وو??يل ملائېشيا يو غريب هېواد ؤ ٬د كوم صنعت ته چې پام لرنه كولو سره د پرمختګ پلو روان شوې يو ٬مونږ غېر ملكي سرمايه كارو له ملائېشيا كښې په سرمايه كارۍ كولو كښې ترغيب وركړی او هغوي له مو آسانۍ او رعايتونه وركړي چې په نتيجه كښې يې په هېواد كښې نوې ټېك??ال??جي او سرمايه راغلې٬مونږ صنعت او ټېك??ال??جي كښې پوهه ترلاسه كړې او خپل مصنوعات مو جوړ كړی٬دې سره سره امن او استحكام لپاره مو عملي اقدامات كړي او د عسكريت خوښۍ په پشمول په بېلو مسئلو قابو موندلو له بريالي شوي يو۔ده وو??يل د دغې اقداماتو په سوب ملائېشيا دا مقام ترلاسه كړی٬مونږ د پرمختګ پنځه كلنه پروژې بشپړې كړي۔ده وو??يل د وګړو مالداره كولو ته پام لرنه شوې ځكه چې په هغه صورت به وګړي د ټېكس وركولو جوګه شي كله چې هغوي سره سرمايه راشي او بيا به د ټېكس څخه ترلاسه شوې روپۍ د اولس په آسانيو خرڅ كړی شي۔ده وو??يل مونږ له تجارت ته اړتيا وه۔ده وو??يل نن ملائېشيا د ټولو هېوادونو سره د ورورولۍ اړيكې لري او زمونږ كوم هم دښمن نشته خو د اسرا??يل معامله مختلف ده۔د اسرا??يل سره مونږ په هېڅ ډول اړيكې نه دې جوړ كړي۔ده وو??يل د دې دا مطلب نه دے چې مونږ د يهوديانو په ضد يو بلكې مونږ د اسرا??يل د فلسطين په ضد د غاصبانه پالېسو مخالف يو٬هم دغه وجه ده چې ملائېشيا د اسرا??يل سره اړيكې نه دي جوړ كړی۔ده وو??يل مونږ د پاكستان سره اړيكو ته ودې وركولو سره سره كاروبار هم زياتول غواړو۔ده وو??يل وزيراعظم عمران خان زمونږ ملګرې او د ملائېشيا مرستيال دے۔د ملائېشيا وزيراعظم په پاكستان كښې د خپلو مصنوعاتو معرفي كولو په لړ كښې په ملائېشيا كښې د جوړ كړی شوي موټر چاپي وزيراعظم عمران خان ته وركړه۔ده وو??يل ملائېشيا يوازنۍ پرمختللې هېواد دے كوم چې خپلې موټرې جوړوي٬په دې لړ كښې د پاكستان سره د خپلې ټېك??ال??جي او پوهې تبادله غواړو٬د دې څخه وړاندې وزيراعظم عمران خان په خپل خطاب كښې د ملائېشيا خپل هم څنګ مهاتير محمد هركلي كولو سره وو??يل په 23 مارچ د پاكستان ورځ لمانځلې كېږي٬په دې اړه په دستوره كښې د مهاتير محمد ګډون زمونږ لپاره د اعزاز خبره ده٬د ملائېشيا پرمختګ لپاره د هغه د خذماتو نه علاوه د هغه د وژن او په نړيواله كچه د هغه د مړانې مؤقف احترام كوو۔وزيراعظم وو??يل د دواړو هېوادونو ترمينځه به تجارتي اړيكو ته وده وركولې شي٬مونږ د پرمختګ د ملائېشيا ماډل څخه زده كړه كوو٬موڼږ پريكړه كړې چې په وزارتي كچه به قوي كمېټي جوړولې شي كومه به چې دوه اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو په تګلاره كار كوي۔په دې موقع وزيراعظم وو??يل مونږ غواړو چې وزيراعظم مهاتير محمد په پاكستان كښې زيات وخت له پاتې شي۔پھ كنفرنس كښې د دواړو وزيراعظمانو په موجودګۍ كښې د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه د موټرو جوړولو٬ټېلي كام٬ټېك??ال??جي او حلال فوډ انډسټري په څانګو كښې د مفاهم په بېلو يادښتونو لاس ليك وشو۔كنفرنس ته د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف هم خطاب وكړو