اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) پاکستان او بېلاروس د سفارتي اړيكو 25م سالګره په ښه ډو?? لمانځلو لپاره بېلا روس په اسلام آباد كښې د يو شمېر دستورو كولو منصوبه جوړوي۔ دا خبرې پاكستان كښې د بېلاروس سفير اېنډرائی ارمولویچ د شورو په ورځ د قامي خبر رسنې ا??ارې (اے پي پي) د مركزي دفتر دورې په مهال وكړې۔ د بېلاروس سفیر وو??يل پاكستان او بېلاروس به ر??تل??نكې كال فرورۍ كښې د شريكو اړيكو 25م سالګرې په موقع د دوه اړخيزه اړيكو نوې باب پېل كولې شي۔ ده وو??يل د بېلا روس حكومت په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره د نويو موقعو په لټون كښې د ر??تل??نكي كال د سالګرې دستورو په اړه خپل د لوړې كچې نمائندګان د پاكستان يو شمېر دورې ترتيب كړې دي۔ ده وو??يل د بېلاروس نائب خارجه وزير او د صنعت وزير به جلا جلا د پاكستان دوره كوي كومو لپاره چې د نېټو تعين روان دے۔ ده وو??يل چې پوليټيكل سائنټسټس پلاوې به هم سنټر فار ګلوبل اېنډ ستراتېژك سټډيز معاونت سره به فرورۍ كښې په اسلام آباد كښې يو كنفرنس كوي او د بېلاروس سفارت به اسلام آباد كښې د عكسونو د نندارتون اهتمام كوي چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو ترمېنځه سفارتي اړيكې رامخې ته كول دي۔ د اے پي پي منیجنګ ډائرېكټر محمد قمر اﷲ چوهدري سره د ملاقات په مهال د اے پي پي او بېلاروس خبر رسنې دارې بېلټا ترمېنځه د خبرونو د تبادلې په څانګه كښې د مرستې جاج واخستې شو۔ د اے پي پي اېم ډي د بېلا روس سفير نزدې 35 نړيوالو خبر رسنو اد??رو سره د خبرونو تبادلې په څانګه كښې د مرستې په اړه خبر كړو چې مقصد ئې د پاکستان په اړه د مستند خبرونو او د مثبت تشخص رامخې ته كول دي۔ ده وو??يل اوسنې نيوز پورټل اقدام “اے پي پي ګلوبل” د پاکستان اولین خبر رسنې ا??ارے او د نورو خبر رسنو اد??رو ترمېنځه د پل كردار ترسره كوي او دا د اړوند هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كولو لپاره په جزوي توګه يوه سفارتي ذريعه تصور كېدې شي۔ په دې مهال ډائرېكټر نيوز شفیق احمد قرېشي، ډائرېکټر انفارمېشن ټېکنالوجي غواث خان او ډائرېكټر اكنامك نيوز سروس بلال تهيم هم موجود وو