اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قریشی سره ?? اروپائي پارلمان د سوئيلي اسياﺀ سره د اړيكو په اړه پلاوي ليدلې دي۔ د پلاوي مشري چیئرپرسن جین لیمپرټ كوله۔ په دې موقع خارجه وزير د پاکستان او اروپاسئي ائتلاف اړيكو او پارلمانی تبادلو كښې په مثبته نمو د اطمینان څرګڼدونه وكړه۔ ده د تجارت او اقتصادی مرستې او پھ خاص توګه جی اېس پی پلس سکیم څخه د استفادې کولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل كلتوري او تعلیمی پلاويو تبادلو او په اولسي كچه رابطو د لارې شريكو رابطو زياتولو ته اړټي?? ده۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په نړيوالو او سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير پلاوې سيمه ايز امن او سوكالۍ ته د ودې وركولو لپاره د پاکستان د هلو ځلو په اړه خبر كړو۔ ده په ??قب??ضه کشمیر كښې د هندي قابضو عسكرو د اړخه د بش??ي حقونو سختو خلاف ورزیو اوسنې صورتحال هم رامخې ته كړو او پھ اروپائي پارلمان ئې زور راوړو ??ې د جموں او کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د بش??ي حقونو کمېشن په راپور اولسي مؤقف اختیار کړې شي۔ ?? اروپائي ائتلاف پلاوي د پاکستان د اړخه سیاسی او اقتصادی څانګو او په خاص توګه جمهوریت، د ترهه ګرۍ مخنيوي او بش??ي حقونو په اړه د پیشرفت اعتراف وكړو او د پاکستان حکومت سره سباؤن كښې د مرستې روانې ساتلو باور ئې وركړو