اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي)د پاكستان مركزي بانك د نيمې وچې پاك او هند د نوميالي لېكوال تع??يم پوهه او مصلح سر??ید احمد خان د شانداره خدماتو په اعتراف كښې (نن) د شورو په ورځ د اكتوبر په 17مه نيټه د 50 روپو ي??دګ??ري سكه جاري كوي۔ د بانك لخوا د جاري شوي بيان له مخې سر??ید احمد خان نيمه وچه كښې د پاك او هند نشاة الثانيه بنياد اښې وو او آخر دا چې په كال 1947 كښې پاكستان جوړ شو ۔ په 17م اكتوبر كال 2017 كښې د سر??يد احمد خان 200م سالګيره لمانځلې شوې وه او په ??ې موقع د سوئيلي آسياء د مسلمانانو خېرښګړې پحقله د سر??ید احمد خان د شاندارو خدماتو په اعتراف كښې وفاقي حكومت مركزي بانك ته د 50 روپو د ي??دګ??ري سكې جاري كولو ذمه واري سپارلې وه او مركزي بانك اوس ي??دګ??ري سكه د 17م اكتوبر كال 2018 څخه د اېس بي پي بېنكنګ سروسز كارپوېشن د ټولو فيلډ دفترو په كاٶنټرز جاري كوي چې پكښې تانبا 75 فيصده ٬ نكل 25 فيصده د سكې قطر 30 ملي ميټره او وزن ئې 13.5 ګرامه دے ۔ د سكې په مېنځ كښې د سر??يد احمد خان د يو رخ عكس دے٬ د عكس لا??دې د سر??يد احمد خان الفاظ ليك دي او په غاړه ئې د 200مې سالګيرې ټكي ليك دي