اسلام آباد 08 اکت??بر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر خسرو بختیار وئيلي دي د سی ??یك ترمخه په روانو پروژو به كار تندولې شي ٬ ټولې پروژې به په خپل وخت بشپړيږي، پاکستان او چین ترمينځه پراخه صنعتی مرستې له مخې به صنعتونه پرمختګ وكړي۔ يو ټی وی چینل سره په خپلو خبرو ك??ې ده ووئيل د اولس د ژوند معیار ښه كولو له سی ??یك پروژو ك??ې د سماجی او اقتصادی پرمختګ باب به هم شاملولې شي۔ ده ووئيل مونږ هڅه كوو چې د سی ??یك پروژو څخه اولس ته نيغ په نيغه ګټه ورسي۔ده ووئيل پخواني حکومت د سی ??یك په اړه د لوظنامو حقائق څخه میډیا نه ده خبر كړې چې له امله ئې د پی ټی آئی حکومت ستونزو سره مخ كېږي۔ وفاقی وزیر ووئيل د معیشت بحالی، روزګار موقعو وركولو او هېواد ك??ې د مصنوعات ??وړولو ودې ته حکومت پام لرنه كوي۔ ده ووئيل بايد چین او پاکستان ترمينځه د سی ??یك له مخې صنعتی مرسته يواځې تر خاص اقتصادی زونز محدود نه شي۔ وفاقې وزير ووئيل پاکستان او چین ترمينځه پراخه صنعتی مرستې ترمخه به صنعتی څانګه پرمختګ وكړي۔ ده ووئيل کراچۍ نه تر پېښور ریلوے ټريك اپ ګریډېشن له د اېم ایل ون منصوبه به بشپړولې شي چې ورسره به پاکستان ك??ې د ريل ګاړو رفتار په يو ساعت كښې 160کلومیټره ته ورسيږي او سامان به په ښه ډول وړلې راوړلې شي۔ خسرو بختیار ووئيل د پی ټی آئی حکومت ګوادر زيات ??همی پروژه ګڼلو سره د هغې بشپره استعداد زياتوي ځكه چې د نړۍ د 80 فیصده سامان سمندر د لارې وړلې كېږي۔ ده ووئيل پاکستان بيلو سيمو له راهداری وركوي او د اقتصادی راهدارۍ د لا??ې به دا پیغام وركولې شي چې پاکستان کاروباری هلو ځلو له موخې لري۔ ده ووئيل د سی ??یك پروژو ك??ې د دريم فریق سرمایه کارۍ له دوه فوکل پرسنز هم ټاكلې شوي چا چې خپل كار په ښه ډول روان ساتلې دې