نيويارك 26 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي په هېواد كښ?? د قانون حكمرانې قائمولو او بدعنواني او سره فيته له مېنځه وړلو لپاره د حكومتي عزم څرګندونه كولو سره وئيلي دي د جولائي په 25مه نېټه د ټولټاكنو په مهال د پاكستان اولس په واضحه توګه د بدلون په حق كښ?? خپله پرېكړه كړې۔ ده دا خب??ې د امريكائي تهنك ټېنك اټلانټك كونسل ترسيوري د كاروباري مشرانو٬ تجزيه كارو او مېډيا استازو غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ خارجه وزير كاروبار دوسته پاكستان لپاره د نوي حكومت وژن وړاندې كولو سره ووئيل لكونو پاكستانيانو لپاره د روزګار موقعې پېدا كول د حكومت ترجيح ده۔ شاه محمود قريشي ګډون كوونكي په پاكستان كښ?? د سرمايه كارې د ماحول او موقعو نه خب?? كړل او وې وئيل پاكستان د متوسط طبقې ډېر لوي ماركيټ دے٬ دلته زيات ځوانان او افرادي قوت شته ٬ د چين٬ مېنځنې ا?? سوئيلي اسيا د سنګم په نتيجه كښ?? دلته پياوړې موقعې موجود دي۔ ده ووئيل په پاكستان كښ?? كاروبار لپاره غېر ملكي كمپنو لپاره به صورتحال لا ښه كولې شي۔ په پاكستان كښ?? د وړاندې نه يو شمېر نړيوال كارپورېشنز او نړيوال فرنچائز كمپنې كار كوي او د څو لسيزو نه ګټور كاروبار كوي۔ خارجه وزير په خاص توګه د ټېلي نار ګروپ د چېف اېګزېكټو آفيسر او صدر سګوي برېكي مننه وكړه كوم چې په پاكستان كښ?? د سرمايه كارې د صلاحيت په اړه خب??و لپاره د ناروے نه راغلې وو۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي د خارجه اړيكو په اړه په سوئلي اسيا كښې ا??ن او استحكام لپاره ګاونډي هېوادونو سره فعاله رابطې لپاره د وزيراعظم عمران خان د فكر څرګندونه وكړه۔ ده د حكومت د پرمختيائي اېجنډې پوره كولو لپاره د سرمايه كارو راغب كولو په لړ كښ?? د حكمت عملې ذكر هم په خاص توګه وكړو