اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) عمران خان په ايوان كښې د پخوانو وزيراعظمانو په راتګ د مېزونو ډبولو د هركلي كېدو روايت مات كړو۔ د نهې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون كولو لپاره وزيراعظم عمران خان د غونډې پېل كېدو نه وړاندې ايوان ته په غېر محوس كېدونكي انداز كښې ډېر په ساد??ې سره ??اغلو او كېناستو۔ د قومي اسمبلۍ غړو او ځي??ې وفاقي وزيرانو عمران خان سره مصافحه او خبرې وكړې۔ د دې نه وړاندې به وزيراعظمانو پھ ايوان كښې د تلاوت ختمېدو انتظار كولو چې دغسې دوي ايوان ته داخل شي او غړي مېزونه ډبولو سره ?? ده تود هركلې وكړي۔ وزيراعظم عمران خان تېره ورځ هم ساد??ې سره ??يوان ته راغلې و او د قومي اسمبلۍ د غونډې په وړومبې ورځ ئې هم دا روايت په ځائ وساتلو