اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف وياند او د قامي اسمبلۍ غړي فواد چوهدري وئيلي دي د قامي اسمبلۍ 15م ايوان سوګند ??ورته كړے٬ نن د مسلم لیګ (ن) اوپیپلز ګوند ??شمول د مخالفې ډلې ګوندونو د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال د دروند خوي ثبوت وركړې٬ ??مر??ن خان د غونډې په مهال ايوان كښې موجود ٶ٬ سپيكر لپاره د پي ټي آئي كانديد اسد قېصر د مخالفې ډلې ګوندونو سره ملاقاتونه وكړل٬ ھغوي نن د نامزدګۍ كاغذونه جمع كوي۔ د ګل په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د كابينې پحقله پرېكړه به ??مر??ن خان كوي او په اتلسم اګست به ??مر??ن خان د وزیراعظم په حېث سوګند ??ورته كوي او د دغې نه پس به وفاقي كابينه سوګند ??ورته كوي۔ ده ووئيل نو?? پاكستان له اولس اميدونه لري كوم لپاره دي۔ ده ووئيل ??مر??ن خان به اسمبلی كښې خپله د پوښتنو ځوابونه وركوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ??مر??ن خان به د پنجاب اعلٰې وزير لپاره خپله پرېكړه كوي او په دې لړ كښې د مشاورت عمل روان دے او ډېر زر به اعلان وكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل شېخ رشید زمونږ اتحادي او سينئر لارښود دې ھغه مرور نه دي او كه داسې څه خبره وشوه نو مونږ به ئې پخله كړو۔(ض ض/ګ ل/وس/2130)