اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د پاكستان د ټاكنو كميسون د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان٬ د پي اېم اېل ﴿ن﴾ صدر شهباز شريف او د خواجه آصف نېغ په نېغه ?? ټي وي خبرو سخت نوټس اخستلو سره دا د انتخابي ضابطه اخلاق خلاف ورزي ګرځولې۔ د ټاكنو كميسون وياند ټولو ټي وي چېنلو ته هدايت كړے چې هغه دې د داسې خلاف ورزي څخه ډډه وكړي او واضحه ??ړې ئې ده چې د انتخابي ضابطه اخلاق د خلاف ورزې په صورت كښې به د قا??ون له مخې كاروائي كولې شي۔