چارسدہ 06 جولائي(اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند مركزي صدر اس??ند??ار ولي خان وئيلي دي د نو??ز شريف په ضد د اوسنۍ پرېكړې وخت ښه نه دے٬ ښه به ٶ چې يو څو ورځې ايسار كړې شوې ؤ ٬ د ټا??نو نه وړاندې د دې پرېكړې سره به د يو خاص سياسي ګوند سپورټ كولو تاثر پېدا شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خپله حلقه كښې اولسي غونډې ته خپلې وېنا كښې وكره۔ ده ووئيل نن وضعه د وړاندې نه زياته سخته او هېواد په نازك موړ ولاړ دے ا?? د الېكشن متنازعه كولو هڅه روانه ده۔ ده ووئيل د لنډمهاله صوبائي حكومت په وړاندې د ټا??نو په كمپائن كښې سركاري وسائل كارولې كېږي او په بېلا بېلو حلقو كښې پرمختيائي كارونه هم روان دي٬ بايد د ټا??نو كمېسون نوټس واخلي۔ اس??ند??ار ولي خان ووئيل عمران خان خپلو جلسو كښې د اولس د خېر ښګرې په ځائ په مخالفينو ټكونه كوي۔ ده ووئيل د هېواد دريو صوبو په كال 1986 كښې د كالا ??اغ بند په ضد قراردادونه پاس كړې او دې لپاره د واپډا نه دې پوښتنه وكړې شي چې ھغوي نوې بند ولې نه دې جوړ كړې؟ ده ووئيل د اے اېن پي په كاركنانو كښې د جوش او جذبې كمې نشته او د جولائي په 25مه نيټه به د كاركنانو خواري ځې ونيسي ۔ ده ووئيل عوامي نېشنل ګوند به په اقتدار كښې راتللو سره ټولې قامي مسئلې هواروي او د صوبې خوشحالۍ او پرمختګ ته به پام لرنه كوي