اسلام آباد 05 جون (اے پی پی) بیرسټر سید علی ظفر د اطلاعات او خپرونو وزارت لنډ مهاله وزیر ذمه وارۍ سنبھال كړي دي ، د اطلاعات او خپرونو سيكتر سردار احمد نواز سكھیرا د وزارت چارو په اړه ده ته تفصیلی بریفنګ وركړو، د اطلاعات وزارت ته په راتګ اعلی افسرانو د ده هركلې وكړو۔لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د اړخه جوړه كړې نوې لنډ مهاله كابینه كښې بیرسټر سید علی ظفر سوګند پورته كولو نه پس د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزارت دوره وكړه چرته چې د اطلاعات او خپرونو سيكتر سردار احمد نواز سكھیرا، ظهور برلاس ،شفقت جلیل او نورو چارواكو د لنډ مهاله وزیر هركلې وكړو۔ دا خبره ??ې ياده وي چې بیرسټر علی ظفر د هېواد پو??ه قانون دان دے څوك چې د سپریم كورټ بار ایسوسی ایشن صدر هم پا??ې شوې۔لنډ مهاله وفاقی وزیر بیرسټر سید علی ظفر قانونی پو??انو كښې يو جلا شناخت لري څوك چې د نوموړې قانون پو??ه اېس اېم ظفر زوې دے۔