اسلام آباد ۔31 مئی (اے پی پی) د موسمياتو څانګې ترمخه د راروانو 4 ٬ 5 ورځو په مهال به د هېواد زياترې سيمې ??ختې ګرمۍ سره مخ پاتې كېږي او د پنجاب په نيم غرئيزو سيمو ٬ خیبرپختونخوا او کشمیر كښې درجه حرارت تر 40 ٬ دننه سندھ ٬ سوئيلي او وسطي پنجاب او ختيځ بلوچستان كښې تر 50 ډګری سېنټی ګرېډ زياتېدو امكان دے۔ دموسمياتو څانګې راپور ترمخه (نن) د جمعې ورځې څخه د سمندري هواګانو چلېدو له امله د كراچۍ درجه حرارت 35 څخه تر 37 ډګری سېنټی ګرېډ كمېدو امكان دے۔ د راپور ترمخه د تېرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او وچ او سندھ ، پنجاب، ډېره اسماعیل خان، سبی او مکران ډویژن كښې زيات ګرم پاتے شو۔ چرته چې درجه حرارت 49، نورپورت??ل، روهړی، لسبېلا او تربت 48، پډعید?? 47 ??و ټھټھ كښې 46 ډګری سېنټی ګرېډ ریکارډ كړې شو۔