كراچۍ 28 اپرېل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې د قامي معيشت ٬ استحكام او ??رمختګ له د ښه پالېسو جوړولو سره سره د پالېسو تسلسل ته هم اړتيا وي ځكه چې دې نه غېر د كومې څانګې د پرمختګ خواب نه شي لېدلې كېدې٬هېواد كښې ټول ټاكنې نزدې دي۔دې لپاره سوداګرو او صنعت كارو پشمول د ټول قام دا ذمه واري ده چې د سباؤن پريكړې كولو په وخت د ښه تګلار او ??الېسو د لارې د هېواد د خذ??ت كونكو ملګرتيا وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د رائس ايكسپورټ اېسوسي اېشن لسم ايكسپورټ ټرافي دستورې ته خطاب كښې وكړه۔په دې موقع د سندھ ګورنر محمد زبير او ??ورو هم خطاب وكړو۔اولس مشر ووئيل په نړيواله كچه رامخې ته كېدونكو پې??و په وجه زمونږ سيمه د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ ښكار وه چې له امله يې زمونږ اقتصادي صورتحال هم ځپلې شوې خو حكومت په ښه ډول د دې چېلنج مقابله وكړه چې په نتيجه كښې يې نن حالات بدل شوي او ??ېواد كښې ټول ټاكنې هم نزدې دي۔پھ دې پړاؤ كښې د سوداګرو صنعت كارو پشمول په ټول قام دا ذمه واري راځي د سباؤن پريكړې كولو په وخت معاروضي حالات تر نظر وساتي دغسې چې د ښه تګلارې او ??الېسو د لارې د هېواد د خذ??ت كونكو لاسونه قوي شي۔ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهداري به فعاله شي د دې څخه استفادې كولو له ضروري ده چې مونږ خپل ځان چمتو كړو۔اولس مشر ووئيل د هېواد پرمختګ او څوكالۍ له د رائس ايكسپورټر اېسوسي اېشن خذ??ات د نورو برآمدي څانګو په مقابله كښې غېر معمولي دي۔ده هيله څرګنده كړه كه دا ډول ښه نيت سره كار وشي نو دا تنظيم به نورې كاميابۍ هم ترلاسه كړي او ??امي اقتصادي پرمختګ كښې به خپل مثبت كردار هم ترسره كړي۔اولس مشر په دې موقع ووئيل د اېسوسي اېشن د مسئلو حل له حكومت ځينې اقدامات كړي چې پكښې په آسانو قسطونو د قرضو وركولو پشمول ځينې نور اقدامات شا??ل دي۔ده د وريژو برآمد كونكو له په ښه كردار ترسره كولو مباركي وركړه او ??غوي له يې ايوارډونه هم وركړل۔په دې موقع د رېپ چيئرمېن چوهدري سميع الله او ??ائس چيئرمېن رفيق سلمان هم خطاب وكړو