اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټيننټ جنرال (ر)ناصر خا?? جنجوعه وئېلي دي په مقبوضه كشمير كښې د كشميريانو زخم د نړيوالې ټولنې دوه مخېز معيار پھ ګوته كوي٬كه مسئله حل نشي نو خطرناكې نتيجې يې راوتلې شي۔د نهې په ورځ پھ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونې پھ موضوع سېمينار ته پھ خپله وېنا كښې ده ووئيل د هند د تقسيم نه وا??له تراوسه مقبوضه كشمير په اور سوزي٬هند پھ مقبوضه كشمير كښې وينې تويوي۔ده ووئېل د نړيوالو طاقت??نه مفادات بشري حق??نه شاته ??چولي۔هند د بشري حقونو د ځواب پھ ځاې د شملې لوظ نامې په شا پټېږي٬مودي سركار نه خبرې ته ??يار دې او نه مذاكرات غواړي۔ده ووئيل د مقبوضه كشمير د مسئلې حل د دوو اتومي طاقتونو ترمينځه د امن كنجي جوړیدې شي