كلور كوټ 20 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په ??باسين درياب د كلور كوټ پل جوړولو د بنياد تيګه اېښې ده٬په كوم به چې درې اربه روپۍ لګښت راځي او په ??تلس مياشتو كښې به بشپړېږي۔د خالي په ورځ كلور كوټ كښې دوي د پل د بنياد تېګه ??ېښوده۔دا پل به ډېره اسماعيل خا?? او اسلام آباد موټروے سره منسلك وي او د سي پېك برخه ده۔پل به بهكر او ډېره اسماعيل خان د ډكي په ??يمه يو بل سره پيوست كوي او دغسې د كلور كوټ او ډكي ترمينځه مزل به د 80 كلوميټره نه 15 كلوميټره ته راشي۔د ې پل جوړېدو سره به د پښتونخوا او پنجاب ترمينځه د غلې اوړلو راوړولو له آسانې ترلاسه شي۔دا پل به 4 لارې لري او 1288 ميټره به اوږد وي