اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي په سفارتي توګه د پاكستان پوزيشن د وړاندې نه ښه د??٬ ملګري هېوادونه مونږ سره داسې ولاړ دي څنګه چې وړاندې وو٬ په سفارتي كچه پاكستان هېڅ ډول كمزويي ن?? ده ښودلې۔ د نهې په ورځ سېنېټ كښې د بركس اعلاميه اهميت او په دې لړ كښې د پاكستان د سفارتي لائحې په اړه د سناتور ??يا محمد ??تی?? شېخ د التواء په تحريك بحث راغونډولو كښې د خارجه چارو وزير ووئيل په بركس اعلاميه كښې ھغه خبرې موجود دي كومې چې په هارټ آف اشياء كښې په زيات سخت اندازه كښې وې۔ ده ووئيل د بركس اعلاميې معامله د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د وېنا نه پس ميډيا رامخې ته كړې٬ پاکستان په سفارتي كچه هېڅ ډول كمزوري ن?? ده ښودلې٬ زمونږ اتحاديان مونږ سره ولاړ د??۔ ده ووئيل په كومو تنظيمونو چې سكيورټي كونسل بندېز لګولې وٶ ھغه دلته د وړاندې نه لغوه ګرځولې شوې وو۔ د اولس مشر ټرمپ د وېنا نه پس مونږ په سفارتي كچه خپلې هڅې ګړندۍ كړې او د پاكستان پوزيشن مو ښه كړې ٬ ده ووئېل په اوسنو حالاتو كښې سفارتي اړيكې بهترې د??۔ ده ووئيل مونږ ايران٬ سعودي عرب او تركيې سره ولاړ يو ٬ ملګري هېوادونه مونږ سره داسې ولاړ دي څنګه چې وړاندې وو