اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پی پی) د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف لور مريم نواز وئيلي دي چې دا د خپل نوعيت وړومبۍ مقدمه ده د كومې پرېكړې چې اول راغلې او ټرائل ئې و??وستو كېږي۔ احتساب عدالت ته د وړاندې كېدو په مهال ميډيا سره خپلو خبرو كښې دې ووئيل ما پرون اورېدلي ا?? لوستلي چې د نېب ډل?? انګلېنډ ته تلې۔ ماته دې دا ووئيلې چې د جے آئي ټي په لوي?? لويو ډبو كښې ثبوتونه چرته لاړل۔ دې ووئيل د عدالت فاضل جج پخپله وئيلي وو چې نېب مړے دے۔ اوس دې ماته دا ووئيلې شي چې نېب ژوندے شوے يا ښه شوے۔ ما خو وړاندې و??يلې وو چې سزا دې يو وارې و??ورولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل مونږ د تېښتې لاره خپلوونكې نه يو۔ مونږ هغه خلك يو چې دآئين ٬ قانون او عدالتونو اح??را?? او د انصاف تقاضو ترسره كولو له بهر څخه خپل هېواد ته راغلې يو او زه دا وئيل غواړم چې څوك هم د قانون څخه بالاتر نه دي۔ مونږ صبر٬ حوصلې او هيلې سره ددې ټرائل او سخت وخت مقابله كوؤ۔ مونږ خو دا هر څه زغملي ولې چا چې احتساب انتقام ج??ړ كړے يوه ورځ به د هغوي هم احتساب كولې شي۔ دې ووئيل لارښود نواز شريف دے او پالېسي هم د هغه ده۔ ګوند اوس هم يو موټے دے ۔ د ګوند ماتېدو كښې خوښي لرونكي پخپله ماتېدو سره مخ دي۔ دې ووئيل ګوند كښې اختلاف نشته ولې د رائې اختلاف ضرور كېدې شي او دا كومه بده خبره نه ده۔ دې ووئيل د ظلم په ضد غږ پورته كول زمونږ حق دے او د ظلم په ضد غږ نه پورته كول تر ټولو زيات ظلم او ناانصافي ده۔ مریم نواز ووئيل حكومت هم يوه اداره ده د دې هم بايد عزت وكړے شي۔ ادارې كه د خپل حد دننه پاتې كېدو سره كار كوي نو بيا به خلك پخپله ددې ادارو عزت او اح??را?? كوي۔