اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي)د قانون وفاقي وزير زاهد حامد وئېلي دي د آئين آرټيكل 62 اېف كښې د بدلون په حقله د ټاكنو اصلاح??تو لپاره پارلماني كمېټۍ كښې بائد بحث وكړی ش??۔د آئين آرټيكل 62 تعلق د كوم هم غړي نااهليت سره دے او په دې كښې د نااهليت موده ټاكلې شوې نه ده۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ټاكنو قانون 2017 شق وار منظورۍ په مهال د مخالفې ډلې د اړخه د بدلون د اغراض او مقاصد په ځواب كښې زاهد حامد ووئيل د ټاكنو بل 2017 كښې چې په كومو چارو اتفاق شوې هغه دې د ايوان څخه منظور كړې شي په كوم?? نكتو چې اتفا?? ونه شو په هغې دې د ټاكنو اصلاح??تو لپاره پارلماني كمېټۍ كښې بحث وشي۔ده ووئيل د آئين آرټيكل 63 د كوم هم غړي اهليت په حقله دے اود 62 تعلق د نااهليت سره دے۔ده ووئيل آئين آرټيكل 62 اېف كښې د نااهلۍ موده نه ده ټاكلې بايد د دې شق ترمخه د نااهليت موده د پنځه كاله څخه كمه كړی ش??۔په دې معامله دې د ټاكنو اصلاح??تو لپاره پارلماني كمېټۍ كښې غور وكړې شي