کوئټه 03 جنوري (اے پي پي) د پاكستان روېت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا سيد محمد عبدالخبير آزاد وئيلي دي د سرلښكر جنرل سيد حافظ عاصم منير د خوږ هېواد تحفظ او د ترهګرۍ خاتمې په اړه بيان د ټول قام د جذباتو ترجماني كوي، نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ په نيو ائير نائټ نمانځو بنديز لګولو سره د غزه مظلومو مسلمانانو سره د يووالي د څرګندونې ثبوت وركړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په كوئټه پرېس كلب كښې د مجلس علما پاکستان تر سېوري لاندې “پېغام پاکستان امن کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د بلوچستان غېرتمند اولس٬ ايماندار او هېواد سره مينه لرونكے دے٬ د بلوچستان اولس تل پاكستان لپاره عظيمې قربانۍ وركړي۔ ده ووئيل پاكستان د اسلام قلعه ده٬ د پاكستان وسله والو ځواكونو او امنيتي ادارو د پاكستان سلامتيا او دفاع لپاره بې مثاله قربانۍ وركول سره د وطن دفاع قوي كړې ده، ده ووئېل د پاکستان تحفظ او سلامتيا لپاره علما کرام او ټول قام د خپلو مېړنو ځواكونو او امنيتي ادارو سره ولاړ دي ، پيغام پاکستان ھغه عظيمه بيانيه او فتويٰ ده كومه چې علما كرام د منبر او محراب د لارې د هر كور غږ ګرځوي۔ ده ووئيل نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ په نيو ائير نائټ بنديز لګولو سره د غزه مظلومو مسلمانانو سره د يووالي د څرګندونې ثبوت وركړے، نن ټوله اسلامي نړۍ فلسطين٬ غزه او د كشمير مظلمومو مسلمانانو سره ولاړه ده٬ ده ووئېل د غزه د بې ګناه اولس مرسته زمونږ فرض دے۔ پېغام امن کنفرنس ته د بلوچستان جيد علماء کرامو او د مختلف فكري مكتب سره تعلق لرونكو علمائے كرامو پير حبيب الله شاه چشتي، مولانا انوارالحق حقاني، قاري عبد الحفيظ، علامه سيد هاشم موسوي، پادري سائمن بشير، مولانا محمد جان قاسمي، مفتي روزي خان، سيد غلام حسين ګېلاني، قاري عبد الرشيد هزاروي، سردار جسبير سنګھ، علامه سيد نصر الله الحسېني، مولوي عتيق الله، مولانا مختيار احمد حبيبي، ډاکټر عطاء الرحمان، شېخ ولادت حسېن جعفري، قاري مهر الله، مولانا حزب الله عثماني، مولانا راز محمد اچکزئي، علامه ډاکټر محمد موسي حسېني، مولانا ارشاد الله، مولانا سندر سعيد، سردار اقبال خلجي او نورو هم وېنا وكړه