کشميريانو ته تر خود اراديت حق نه وركولو په سوئيلي آسياء كښې تل پاتې امن نشي راتللے۔ د پاكستان مستقل استازې منير اکرم

image

ملګري ملتونه 05 جنوري (اے پي پي) پاکستان په نړيوالې ورورولۍ زور رواړے چې ھغوي د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمېر اولس او د فلسطين نه د غېر ملكي قبضې او د وحشيانه جبر خاتمې لپاره ګامونه واخلي، ځكه چې د خپلواكۍ حق د دوي بنيادي حق دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اکرم دا خبره د كشميريانو د حق خود اراديت ورځې په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي او ملګري ملتونه دې د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمېر اولس او د فلسطينان نه د غېر ملكي قبضې او د وحشيانه جبر خاتمې لپاره اقدامات وكړي، ځكه چې د خپلواكۍ حق د دوي بنيادي حق دے۔ ده ووئيل مونږ د كشمريانو د آزادۍ سپېځلو او جائزو هلو ځلو له د خپلې سفارتي٬ اخلاقي او سياسي مرستې دوامداره ساتلو په اړه د خپل لوظ پخلے كوو

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں