په خساره روانو د قامي ملكيتي ادارو سمدستي نجكارۍ ته ضرورت دے۔ لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ

image

اسلام آباد 09 اكتوبر (اے پي پي)لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي هېواد خزانه د نور زيان څخه ساتلو لپاره په خساره د روانو قامي ملكيتي ادارو سمدستي نجكارۍ ته ضرورت دے ۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د نجكارۍ لنډ مهاله وفاقي وزير فواد حسن فواد ملاقات كړے ۔ملاقات كښې د نجكارۍ وزير وزيراعظم د خسارې ښكار قامي ملكيتي ادارو نجكارۍ عمل پېشرفت نه خبر كړو۔په دې مهال وزيراعظم د زيان ښكار قامي ملكيتي ادارو(اېس او اي)نجكارۍ عمل لا تندولو هدايات جاري كړل ۔وزيراعظم ووئيل د هېواد خزانه د نور زيان څخه ساتلو لپاره د خسارې ښكار ادارو(اېس او ايز)سمدستي نجكارۍ ته اړتيا ده او په دې امر كښې د خاص سرمايه كارۍ آسانيو كونسل كردار د ستائنې وړ دے۔

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں