اسلام آباد۔07ستمبر (اے پی پی)د قامي روغتيا لنډ مهاله وفاقي وزير ډاكټر نديم جان وئېلي دي چې سعودي عربستان سره د پاكستان جذباتي تړون او د بې كچه مينې اعتراف كوم او دې ته د قدر په سترګه ګورو٬پاكستان د نړۍ وړومبې يوازينې هېواد دے كوم چې ګلوبل هېلت سكيورټي سمټ كوي٬د فارما انډسټري ايكسپورټ زياتولو لپاره مربوط حكمت عملي جوړه كړې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي سره په خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د روغتيا څانګې پشمول په دوه اړخيزه مرسته او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې سعودي سفير د روغتيا وزارت په منصب سنبهالولو وفاقي وزير ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل د ګلوبل هېلت ايكسپرټ تعينات كېدل يو ښه پیغام دے٬ ستاسو كاميابۍ لپاره لاس په دعا يؤ۔ ده ووئيل چې د پاكستان مېډيكل څانګې څخه به سعودي عرب هم استفاده وكړي۔ په دې موقع ډاكټر نديم جان ووئيل چې سعودي عربستان سره د پاكستان جذباتي تړون او د بې كچه مينې اعتراف كوم او دې ته د قدر په سترګه ګورؤ٬ د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د تاريخي او مذهبي ورورولۍ اړيكې دي٬په هر سخت وخت كښې سعودي عربستان د پاكستان ملګرتيا كړې٬پاكستان سعودي اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے او وي به۔ دواړه يو بل سره زياته مينه لري۔