اسلام آباد 25 اګست(اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره په برتانيه كښې د پاكستان نوې هائي كمشنر ډاكټر محمد فيصل ملاقات كړې۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې وزيراعظم ډاكټر فيصل ته په نوې ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركولو سره ده لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ډاكټر فيصل وزيراعظم څخه برتانيې سره په سفارتي اړيكو كښې پياوړتيا لپاره هدايات واخستل۔