اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني وئيلي دي چې پاكستان د ډنمارك حكومت د قانون سازۍ هركلې كوي په كومه كښې چې د قرآن پاک په شمول د زيات اهميت وړ مذهبي موادو بې حرمتي د جرم په ګرځولو زور راوړلے شوے دے۔ د خالي په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائت اېکس(ټوئټر) خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل پاكستان د ډنمارك حكومت لخوا د قرآن پاك په شمول د زيات اهميت وړ مذهبي موادو بې حرمتي جرم ګرځولو سره د اړوندې مجوزه قانون سازۍ هركلې كوي۔