اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په پېښور هائي کورټ كښې د چيف جسټس د تعيناتۍ منظوري وركړې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت د پېښور هائي کورټ د چيف جسټس په توګه د محمد ابراهيم خان د تعيناتۍ منظوري وركړې څوك چې د پېښور هائي كورت لنډمهاله چيف جسټس دے۔ صدر مملکت د تعيناتۍ منظوري د آئين د آرټيکل 175 اے 13 له مخې د وزيراعظم په اېډوائس وركړې ده