د كوچنيانو د حقونو خلاف ورزي كوٶنكو په ضد به قانوني كاروائي كولې شي٬ دوي به ډېر زر خپل انجام ته ورسولې شي۔ لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ

image

اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې د كوچنيانو د حقونو خلاف ورزي كوٶنكو تورنو په ضد به قانوني كاروائي كولې شي٬ دوي به ډېر زر خپل انجام ته ورسولې شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د حقوق اطفال د قامي كمېشن چيئرپرسن عائشه رضا فاروق سره په خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ دوي سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال عائشه رضا فاروق انوار الحق کاکړ ته د وزارت عظمی منصب ذمه وارۍ په سنبهالولو مباركي وركولو سره ده لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د عائشه رضا فاروق په مشرۍ كښې د قامي كمېشن د كاركردګۍ ستائنه كولو سره كمېشن ته د سهولت وركولو لپاره د ټولو وسائلو كارولو له د عزم پخلې وكړو۔ په دې موقع عائشه رضا فاروق وزيراعظم په هېواد كښې كوچنيانو سره رامخې ته كېدونكو د زياتي پېښو او د چائلډ لېبر موجوده صورتحال نه خبر كړو۔ وزيراعظم ووئيل د كوچنيانو د حقونو خلاف ورزي كوٶنكو تورنو په ضد به قانوني كاروائي كولې شي٬ دوي به ډېر زر خپل انجام ته ورسولې شي٬ په هېواد كښې د كوچنيانو د حقونو تحفظ او د حقوق اطفال قامي كمېشن ته سهولت وركولو لپاره به موثره قانون سازي كولې شي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں